ایکناخبري آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په دې خبرې سره چې په سورئې کې د دبهرنيو عسکور شتون چې دد مشق له حکومت سره له غږملتیا پرته ترسره شوی ، محکوم کوو ،ووئيل ، د سورئې په وړاندې د ځینو عربو او اروپائي هیوادونو په بهرنی سیاست کې بیا کتنه ښه ګام ګڼو او په دمشق کې د ځينو سفارتونو دپرانیستې هرکلی کوو.
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان نن په تهران کې د سورئې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره له لیدوکاتو وروسته په ګډ خبری کنفرانس کې په دې خبرې کولو سره چې د دوو اړخیزو اړیکو په باب مو ښې او مخ په وده خبرې اترې درلودلي، چې په اقتصادي حوزې او همداراز پر جامعو اړیکو تمرکز لرو ، ووئيل ، د دواړو هیوادونو اړیکې سټراټژيکې او غوره دي .
هغه دې ته په اشارې سره چې نن مو د دوواړخیزو مختلفو مسئلو په باب خبرې کړي ، زیاته کړه ، د سورئې دخارجه وزیر سفر به داسې حال کې شوی ، چې په سورئې کې د ایران د تجارتي چارو یو تر ټولو ستر نندارتون دخلکو نندارې ته وړاندې شوی دی .
د ایران خارجه وزیر په دوام کې ووئيل ، ایران په سورئې کې د بهرني ځواک شتون چې د دمشق دحکومت له غږملتیا پرته ترسره شوی ،محکوم کوو ،البته دمشق ته په همداوروستیو اونیو کې د ځينو عربو او اروپائی هیوادونود استازو تګ راتګ او د دوي په بهرني سیاست کې د بیا کتنې او همداراز په دمشق کې دځينو سفارتونو د پرانیستل کیدا هرکلی کوو .
امیر عبداللهیان همداراز ووئيل ، دافغانستان په باب هم مفصلې خبرې شوي او په افغانستان کې د دټول شموله حکومت د جوړیدا دضرورت په باب هم یو شان نظر لرو.
د ایران خارجه وزیر دخپلو څرګندونو کې په یوې برخې کې هیله وښودله چې په نزدې راتلونکي کې به د ایران او سورئې د ولسمشرانو لیده کاته او دځينو موافقو کتونکي شو .
د سورئې خارجه وزیر فیصل مقداد هم په دغه کنفرانس کې ووئيل په دغه سفر کې د دوو اړخیزو اړیکو او همداراز د افغانستان او عراق د وروستیو بدلونونو په باب هم مفصلې مشورې او خبرې اترې وشوې ، البته هغه څه چې د مونږ لپاره ډير مهم دي ، دوه اړخیزې اړیکې او راشه دیرشه دي مو نږ دلچسپي لرو چې دغه اړیکې په تر ټولو لوړه ممکنه سویه وي . د ایران او سورئې ملتونه او رهبران ئې د اړیکو له پراختیا سره لازیاته ګروهنه لري .
دسورئې خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې پر سورئې د اسرائيلو حملې بې ځوابه نشي پاتیکیدلی ،ووئيل مونږ هره ورځ دغو حملو ته د ځواب ورکولو په حال کې یوو ، هغه کسان چې پر سورئې حملې کوي ،د سورئې دښمنان دي او د ترهه ګرو ملاتړ کوي ، اسرائيل نن سبا دغه کار ته مخه کړې ده ، ممکنه ده زمونږ د نن ورځې ځواب له سبا سره او د له پرون سره د نن له ځواب سره فرق ولري . او اسرائيل ډې هیره نه کړي چې ممکنه ده سوریه ددغه شان حملو له حقه تیر شي ، خو ددغې موضوع اصل به له یاده ونه باسي . او د سورئې د نن ورځې د ځواب دې ناسمه محاسبه هم نه کوي او هیڅکله به دغه حملې بې ځوابه پاتې نشي . مونږ د پراختیائی هیوادونو پشمول درستو هیوادونو ته بلنه ورکوو ، چې د بندیزونو په باب دې خپله چپتیا ختمه کړي دغه بندیزونو ، بې وځله او کمزوري خلک په نښه کوي ، مونږ غواړو ، بندیزونه زرترزره ختم شي .
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/09/15/2621067/امیرعبدالهیان-